د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس ډاکتر ملا عبدالواسع په مشرۍ د چارو د چټکتیا او ښې همغږۍ په موخه ګډه اداري غونډه په چهار چنار ماڼۍ کې جوړه شوې.
په دې غونډه کې چې د ریاست الوزرا د دفتر لوی ریاست مرستیالانو، د ریاست الوزرا د سیاسي او اداري معاونیتونو د دفتر عمومي رییسانو او د یادو ادارو بېلابېلو رییسانو او مسولینو هم شتون درلود.
لومړی ډاکتر ملا عبدالواسع د تېرو غونډو پایلې ښې ارزولي او ویلي يي دي، هیلهمند یم دا ډول غونډې په چارو کې د اسانتیاوو او د بېلابېلو ادارو ترمنځ د ښې همکارۍ ذریعه شي.
نوموړي زیاته کړې؛ د دې غونډو موخه په بېلابېلو چارو خبرې، ستونزو ته د حل لارو موندل، د لازمو اسانتیاوو رامنځته کول، مسولیتونو ته پاملرنه، د معلوماتو تبادله، د نیمګړتیاوو پوره کول او د اصلاحاتو راوړل دي.
د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رییس ویلي؛ د رییس الوزرا لارښوونه تل دا وي چې د خلکو غږ واورئ او د هغوی وړاندیزونه او ستونزې د حل په خاطر مسولینو ته ورسوئ.
وروسته د ریاست الوزرا د عمومي دفتر مرستیالانو، د سیاسي او اداري معاونیتونو د دفتر رییسانو، د بشري سرچینو رییس، د اسلامي امارت مرستیال ویاند، د تدارکاتو رییس او یو شمېر نورو مسولینو د خدماتي، حفظ او مراقبت، په تړونو، خریداري او د سوانحو ترتیب کې د وضاحت په اړه خپل وړاندیزونه او نظرونه د ریاست الوزرا د دفتر لوی ریاست سره شریک کړي دي.