د چینا ډیلي ورځپاڼې د خبر له مخې، نن سهار په ځایي وخت شاو خوا ۹ بجې د چین شیګاتسه ولایت دینګري ولسوالۍ کې شدیده زلزله شوې، چې له امله یې لږ تر لږه ۵۳ کسان مړه او ۶۲ نور ټپیان شوي.
دغهراز د یو شمېر استوګنیزو ودانیو د ویجاړېدو او په ځینې سیمو کې د برېښنا د پرې کېدو راپورونه هم ور کړل شوي دي.
د یاد هېواد د زلزلو مرکز وايي، چې دا زلزلې د ريښتر په کچه ۶.۸ درجې شدت درلود. دا زلزله په وروستیو ۵ کلونو کې تر ټولو شدیده ګڼل شوې ده.
چینايي رسنۍ وايي، چې لا هم د ژغورنې عملیات روان دي او ښايي د تلفاتو شمېر نور هم لوړ شي.
د راپورونو له مخې لس ژغورونکې ډلې، چې ۳۳۷ پرسونل لري، سیمې ته رسېدلې او د ژغورنې بېړني عملیات یې پیل کړي دي.