د نورستان ولايت د قومونو اوقبایلو ریاست مسولین وایي؛ چې د دغه ولایت د کامدیش ولسوالۍ په ګورديش کلي کې د دوو کورنيو ترمنځ ۲۶ کلنه دښمني د قومونو او قبایلو ریاست سره په همغږۍ د قومي مشرانو او دولتي مسولینو له لورې په دوستۍ بدله شوه.
دواړو لوريو د قومي مشرانو او مسولینو مننه کړې، چې د دوی ترمنځ رامنځته شوې دښمنۍ په حل کې يې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي او دواړه خواوې یې د ورورۍ په ټغر سره کینولې.
دواړو لوريو د ګورديش په جامع جومات کې چې د کامديش او ناړۍ ولسواليو د کليو قومي مشرانو او مسولینو پکې برخه اخيستې يو بل له زړه وبخښل او له نن وروسته يې د ښه ورور ولۍ ژوند د تېرولو ژمنه وکړه.
عامو ولسونو او ښکيلو خواوو د اسلامي امارت مننه کړې، چې د خپلمنځي شخړو د هوارولو لپاره بې سارې هڅې کوي او په بې پرې ډول پرېکړې کوي چې په پايله کې يې د هېواد د نورو ولايتونو په څېر په دې ولايت کې دا او دې ته ورته نورې دښمنۍ ختمې شوي.