ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه؛ د برېښنا اړوند پر یو شمېر موضوعاتو خبرې وشوې

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکې کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د جدې میاشتې په ۱۷مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د وړاندې شوو موضوعاتو په اړه بحث وشو.

د تخنیکې کمېټې دې غونډې ته په هېواد کې د اوبو او برېښنا بندونو د ساتنې او څارنې، د ټاپ پروژې اړوند د افغانستان برېښنا شرکت او چالک کمپنۍ ترمنځ د برېښنا د پېر تړون، د ټاپ پروژې د نورو پړاونو او همداراز د بدخشان برېښنا انرژۍ ریاست تر عنوان لاندې د دویم اداري واحد د رامنځته کولو موضوعات وړاندې شوي وو.

له مفصل بحث وروسته د اړوندو وزارتونو او ادارو له استازو څخه جوړو شوو کمېټو ته دندې وسپارل شوې، څو د یادو موضوعاتو هر اړخیزې تخنیکي ارزونې ترسره او خپل راپور د اقتصادي کمېسیون له تخنیکي کمېټې سره شریک کړي.