ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کډوالو وزارت د نږدې یو نیم میلیون ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د خطرونو او کړکیچ کمولو، د ټولنیزې هوساینې او د لارښودنې لار، له جګړې د اغیزمنو ماشومانو لپاره د کاناډايي او د ناروې د کډوالو شورا او موسساتو سره د یو میلیون، ۴۶۶ زره او ۱۵۰ ډالرو په ارزښت د همکارۍ څلور هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

د یاد وزارت په وینا، د یادو شویو تړونونو له مخې به په ننګرهار ولایت کې ۶۰۰ بېځایه شویو او راستنو شویو کورنیو لپاره به د ۷۳۲ زره او ۶۴ ډالرو په ارزښت حرفوي او تخنیکي زده کړې او د خیاطۍ د وسایلو او کتابونو د وېش په برخه کې به له جګړې د زيانمنو شويو ماشومانو لپاره د کاناډا موسسې له لوري ولګول شي.

همدارنګه د ناروې د کډوالو شورا به په کابل او ننګرهار ولایتونو کې نهه زره او ۴۳۳ تنو ته د سرپناه ټولیز او جزوي ترمیم په برخه کې ۶۵۰ زره ډالر، د ټولنیزې هوساینې او د لارښودنې لار موسسې به په هرات او ننګرهار ولایتونو ۵۰۰ راستنېدونکو او بېځایه شویو لپاره به د ۷۲ زره او ۸۶ ډالرو په ارزښت د مهارتونو د برابرولو، روزنې او روغتیایي کڅوړو په برخه کې او په کابل ولایت کې د ۲۰۰ کورنیو لپاره د خوراکي او روغتیایي محصولاتو د وېش په برخه کې به د ۱۲ زرو ډالرو په ارزښت به د خطرونو او کړکیچ کمولو موسسې له لوري ولګول شي.

 دغه هوکړه لیکونه د کډوالو وزارت د مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد او د یادو موسسو د استازو ترمنځ لاسلیک شول.