ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ شبکې د پراختیا په برخه کې د قزاقستان پانګونې ته کتنه

سریزه

ترانسپورټ د هېوادونو پر اقتصاد ژور او څو اړخیز اغېز لري.

ترانسپورټي سیسټمونه نه یوازې خلک او توکي لېږدوي، بلکې د هېواد د اقتصادي ودې، د کاري فرصتونو برابرولو او له نړیوالې سوداګرۍ سره په نښلېدو کې اساسي او مهم رول ترسره کوي.

د ترانسپورټي سیسټمونو جوړول او پراختیا د هېوادونو لپاره په زیربنایي برخو لکه: سړکونو، اوسپنې پټلۍ، سوداګریزو بندرونو او هوايي ډګرونو کې د پانګونو یوه مهمه برخه ده.

کله چې یو هېواد د ترانسپورټ په برخه کې پانګونه کوي، دا کار د هېواد پر اقتصادي وده په مستقیم ډول اغېز کوي.

په ترانسپورټ برخه کې پانګونه د یو هېواد د اقتصادي سیالۍ وړتیا لوړوي، سوداګري پراخوي او د خلکو او سوداګریو لپاره د سفر او مالونو انتقال اسانه کوي.

د ترانسپورټ برخې اقتصادي او نړیوال ارزښت ته په کتو اسلامي امارت هڅې پيل کړې، څو د دغه برخې د معیاري کولو او پراختیا لپاره کورنۍ او بهرنۍ پانګونه جذب کړي.

په همدې موخه یې په یاده برخه کې د پانګونې بې ساري سهولتونه او امتیازونه رامنځته کړي، چې له نېکه‌مرغه پر یوشمېر کورنیو او بهرنیو شرکتونو سربېره په دې وروستیو کې قزاقستان د افغانستان د ترانسپورټ اړوند د اوسپنې پټلۍ شبکې په پراختیا کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

موږ په همدې مقاله کې په دغه مهمه ترانسپورټي شبکه کې د قزاقستان د پانګونې پر اقتصادي ارزښت باندې لنډې خبرې کوو.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ شبکه

افغانستان اوسمهال د اوسپنې پټلۍ درې فعالې کرښې (حیرتان، اقینې او تورغونډۍ) لري چې په اوونیز ډول پرې زرګونه میټریک ټنه انتقالات ترسره کېږي.

تورغونډۍ د افغانستان د اوسپنې پټلۍ لومړۍ هغه کرښه ده، چې د پخواني شوروي لخوا جوړه شوې ده.

دغه کرښه د لس کیلومتره په اوږدوالي د ترکمنستان سرحد آباد ښار د افغانستان له تورغونډۍ سره نښلوي، دا کرښه په ۲۰۰۷ کې بيارغول شوې او اوسمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په موخه کارول کېږي.

د حیرتان اوسپنې پټلۍ کرښه هم په ۱۹۸۰ یمه لسیزه کې د پخواني شوروي له خوا جوړه شوې ده.

دا کرښه د اوزبیکستان ترمز ښار، د دوستۍ پله له لارې د افغانستان له بندري ښار حیرتان سره نښلوي، د دې کرښې د پراختیا کار چې له حیرتان څخه تر مزارشریف ښار پورې و، په ۲۰۱۰ کال کې بشپړ شو.

دغه شبکه چې اصلي کرښه یې ۷۵ کیلومتره او فرعي کرښه یې ۳۱ کیلومتره ده، پینځه عملیاتي او ترانزیټي سټېشنونه (حیرتان، جیرتان، تازه امید، نایب اباد او مزارشریف) لري.

یاده کرښه اوسمهال د کابل او تاشکند ترمنځ د سوداګرۍ په موخه کارول کېږي.

د اقینې اوسپنې پټلۍ کرښه په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د ترکمنستان هېواد په مالي مرسته جوړه شوې او د دغه هېواد له نړیوالې اوسپنې پټلۍ شبکې سره نښلول شوې ده، چې اوسمهال د افغانستان او د سیمه ییزو هېوادونو د ترانزیټ او سوداګرۍ یوه مهمه لار بلل کېږي.

یاده کرښه شپږ کیلومتره اوږدوالی لري، خو د اقتصادي او اتصالي اهمیت له امله د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې یادې پروژې ته پراختیا وړکړه او د اقینې بندر یې له اندخوی ښار سره وصل کړ.

پر یادو درېیو فعالو کرښو سربېره له ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو سره د سوداګرۍ کچې زیاتېدو په موخه اسلامي امارت د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ شبکې پر پاتې قطعو هم کار روان کړی دی، چې له نېکه‌مرغه بشپړېدو ته نږدې شوی دی.

خواف – هرات ده چې د پینځو هېوادونو د اوسپنې پټلۍ دهلیز مهمه برخه ده.

د دې کرښې له لارې افغانستان له ایران، تاجکستان، قرغزستان او چین سره وصلېږي چې ټول اوږدوالی یې دوه زره کیلومتره دی.

د دا رېل پټلۍ له هرات څخه په تیرېدو د افغان-تاجک پولې ته رسېږي او له تاجکستان څخه تر تیرېدو وروسته قرغزستان ته او هلته به د چین-قرغزستان-اوزبیکستان (CKU) رېل پټلۍ سره نښلي.

د خواف- هرات رېل پټلۍ ټول اوږدوالی ۲۲۵ کیلومتره دی، چې له دې جملې یې ۱۴۰ کیلومتره په افغانستان او پاتې ۸۵ کیلومتره یې په ایران کې غځېدلې ده.

افغان- ټرانس اوسپنې پټلۍ د ځمکني ترانسپورټ په برخه کې د افغانستان بله هغه مهمه شبکه ده، چې په جوړېدو سره به یې هېواد د سیمې له مهم اقتصادي او ترانزیټي مسیر سره ونښلول شي.

دغه کرښه ۷۶۰ کیلومتره اوږدوالی لري، ۳۳ د اورګاډي پلونه او درې سټېشنونه به ولري او د یادې پروژې د جوړولو اټکل شوې بودیجه ۴،۸ میلیارده ډالره ښودل شوې ده.

د افغان- ټرانس رېل پټلۍ پروژه د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۸ کال په ډسمبر کې د اوزبیکستان لخوا وړاندیز شوې وه، موخه یې دا وه چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ شبکه له مزارشریف څخه کابل او بیا ننګرهار ولایت ته وغځوي، چې دا پټلۍ به له تورخم تېرېږي او د پېښور له لارې به پاکستان ته داخلېږي او تر ننوتو وروسته به د پاکستان سوداګریز توکي د ریل سیسټم سره د نښلولو په موخه خالي کېږي او په پای کې به د کراچۍ، ګوادر او قاسم بندرونو ته لیږدول کیږي.

د مزارشریف- هرات- کندهار سپین بولدک اوسپنې پټلۍ بله هغه کرښه ده، چې د جوړېدو طرحه یې چمتو او اوسمهال یې پر ډیزاین او مالي تمویل کار روان دی.

که دا پروژه بشپړه شي نو له شک پرته به افغانستان د اسیا لویې وچې د وصل په نقطه بدل شي.

د اوسپنې پټلۍ شبکې د پراختیا په برخه کې د قزاقستان پانګونه

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو را وروسته افغانستان او قزاقستان ښه اقتصادي او سوداګریز شریکان جوړ شوي چې اوسمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت شاوخوا ۲۷۰ میلیون ډالرو ته رسېږي.

پر سوداګرۍ سربېره دواړو هېوادونو په بېلابېلو برخو کې د اقتصادي همکاریو پراختیا ته هم دوام ورکړی چې ښه بېلګه یې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ شبکې د پراختیا په برخه کې پانګونې ته د قزاقستان لېوالتیا ده.

په دې وروستیو کې د قزاقستان د سوداګرۍ وزارت د مرستیال کایرات توربایف په مشرۍ اقتصادي پلاوي کابل ته سفر درلود، چې د مختلفو وزارتونو له مسوولینو سره پر لیدنو سربېره یې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال محمد اسحاق صاحبزاده سره هم لیدنه وکړه.

د دغه لیدنې پر مهال قزاقي لوري وویل، چې قزاقستاني شرکتونه لیوال دي څو په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ شبکې د پراختیا په برخه کې پانګونه وکړي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مسولینو قزاقي لوري ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او له هغوی یې وغوښتل، چې د افغان – ټرانس پروژې سربېره دې د هرات – سپین بولدک اوسپنیزې کرښې پروژه کې پانګونه وکړي.

د قزاقستان د پانګونې اقتصادي ارزښت

بهرنۍ پانګونه د یو هېواد په اقتصادي وده کې مهم او اساسي رول لوبوي، چې له مخې یې تولید او خدمات وړاندې کېږي او له همدې لارې خلکو ته کاري فرصتونه برابرېږي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ شبکې د پراختیا په برخه کې د قزاقي شرکتونو پانګونه به د کابل او استانې ترمنځ اقتصادي نږدېوالی لا غښتلی کړي، دغه پانګونه به د افغانستان د ریلي ترانسپورټ د پراختیا سبب وګرځي، بې شمېره نوي کاري فرصتونه به رامنځته کړي، دلته به نوې ټکنالوژي او مسلکي بشري قوه را انتقال کړي، د اوسپنیزو کرښو د جوړولو په برخه کې به افغان کدرونه روزنه ترلاسه کړي، د اوسپنیزو کرښو د پراختیا په صورت کې به افغانستان او ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو په انتقال کې بې شمېره سهولتونه رامنځته شي، مصرف به یې کم او د ضایع کېدو مخنیوی به یې وشي چې په ټوله کې به د هېواد د سوداګرۍ کچه ورسره زیاته شي.

د اوسپنیزو کرښو په پراختیا سره به کابل د نړیوال ریلي ترانسپورټ له مختلفو شبکو سره وصل شي، په کم وخت کې به په ډېره اندازه مالونه په یو ځل انتقالوي، په یو کاروان کې به د مختلفو مالونو د انتقال لپاره ځانګړي واګنونه موجود وي، د بارونو د تخلیې او پورته کولو پر مهال به د پام وړ سهولتونه رامنځته شي، د همدې کرښو په واسطه به د افغانستان له خاورې د ترانزیټ کچه زیاته شي او په ټوله کې به دا پانګونه د افغانستان پر اقتصاد د پام وړ مثبت اغېز وکړي.

 پایله

افغانستان او قزاقستان په سیمه کې نږدې پراته دوه هغه هېوادونه دي، چې له یو بل سره پراخ اقتصادي او سوداګریز تعامل لري.

د همدغه تعامل د پراختیا لپاره د افغانستان د اوسپنې پټلۍ شبکې د پراختیا په برخه کې د قزاقستان پانګونه یو غوره ګام دی.

د اوسپنې پټلۍ شبکو پراختیا به د افغانستان د زیربنایي پروژو لپاره هم ملاتړ برابر او دغه هېواد ته به د نړیوالو پانګوالو د جذبولو په برخه کې مهم رول ادا کړي.

دغه پانګونه به د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي او اقتصادي تړاو لاغښتلی کړي، دواړو لورو ته به نوي کاري زمینې رامنځته کړي، په دې سره به کابل د سیمې هېوادونو په ځانګړې توګه استانې ته نوې سوداګریزې لارې پيدا کړي، د دواړو هېوادونو ترمنځ به د صادراتو او وارداتو کچه زیاته شي او د افغانستان د اوسپنې پټلۍ شبکې د پراختیا په صورت کې قزاقستان کولی شي له دې لارې خپل مالونه د جنوبي اسیا هېوادونو ته ولېږدوي.