د افغانستان اسلامي امارت د نورو سکټورونو ترڅنګ د سوداګرۍ سکټور هم په خپلو لومړیتوبونو کې نیولی دی.
د سوداګرۍ سکټور یو له مهمو او اغیزناکو سکټورونو څخه دی، چې اوس مهال افغانستان له ګاونډیو، سیمې او د نړۍ له هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې لري او د لا پراختیا لپاره یې هڅې روانې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت په راتګ سره د صادراتو په برخه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د سوداګرۍ اهمیت ته په کتو، دغه سکټور د افغانستان اسلامي امارت په خپلو لومړیتوبونو کې نیولی او موخه یې په دغه برخه کې پرمختګ دی.
د ۱۴۰۳ لمریز کال په جریان کې د افغانستان د سوداګرۍ کچه د پام وړ زیاته شوې ده، چې اسلامي امارت په دې برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړي دي چې ځیني يې لکه د بدیلو سوداګریزو لارو استفاده، د صنعتي پارکونو پراختیا، د سوداګرۍ خونو جوړول، په خامو موادو د تعرفې کمول، د ملي او نړیوالو نندارتونونو جوړول، د مالیاتي جریمو معافیت، په ګمرکونو کې د ۲۴ ساعته خدمتونو وړاندې کول، د هوايي دهلیزونو پرانیسته، د معیاري ترانسپورټ په برخه کې د لویو لارو معیاري جوړونه، د توکو کیفیت د کنټرول لپاره د معیاري لابراتوارونو جوړېدل، د ګمرکونو عصري کول او پکې د برېښنايي خدمتونو وړاندې کول، د رېل پټلۍ شبکو پراختیا او بیارغونه، د سوداګرو او صنعتکارانو ستونزو ته په وخت رسېدنه، په بېلابېلو برخو کې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې راجلبول او ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا یې د بیلګې په ډول یادولی شو.
په هېواد کې د سوداګرۍ سکټور پراختیا سره به اقتصادي وده او عواید زیات، فرصتونه به رامنځته، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې به افغانۍ باثباته، د تولیدي سکټور د پرمختګ ترڅنګ به له ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره به سوداګریزې اړیکې پراخې او په ټوله کې به په اقتصادي برخه کې ځان بساینې ته ورسیږو.