ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د انګلستان کرېکټ بورډ: له افغان لوبډلې سره لوبې نه‌شو لغوه کولای

د انګلستان کرېکټ بورډ اجرایه رییس ریچارډ ګولډ ویلي، چې په چمپینز ټرافي سیالیو کې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې سره خپلې لوبې نه‌شي لغوه کولای.

ریچارډ ګولډ د انګلستان د پارلمان غوښتنه رد کړې او زیاته کړې یې ده، چې د خپل پارلمان له څو کسانو څخه ورته د کرېکټ نړیوالې شورا همغږي مهمه ده.

ریچارډ وروسته له هغې دغه څرګندونې کړې، چې څو ورځې وړاندې د انګلستان ولسي جرګې لسګونه غړو په افغانستان کې د ښځو حقونو په پلمه له خپلې کرېکټ ملي لوبډلې غوښتي و، چې په چمپینزټرافي کې دې له افغانستان سره خپلې لوبې لغو کړي.

افغان لوبډله د روان کال فبروري میاشتې پر ۲۶مه په لاهور کې د انګلنډ له لوبډلې سره مخ کېږي، خو د انګلستان پارلمان له خپل کرېکټ بورډ څخه غوښتي، چې له افغان لوبډلې سره دې یاده یوه ورځنۍ (۵۰ اوریزه) لوبه د ښځو د حقونو په پلمه لغوه کړي.

د چمپینز ټرافي لوبې به د پاکستان او متحده عربي اماراتو په ګډ کوربه‌توب د ۸ لوبډلو تر منځ د ۲۰۲۵ کال د فبروري پر ۱۹مه پيل او د مارچ تر ۹مې به دوام وکړي.

یادې سیالۍ په دوو ګروپونو کې ترتیب شوې، چې په اې ګروپ کې کوربه پاکستان، هندوستان، نیوزلینډ او بنګله‌دېش او په بي ګروب کې افغانستان، اسټرالیا، سویلي افریقا او انګلستان ځای لري.