د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني د یوه خیره بنسټ له مشرې، په افغانستان کې د یاد بنسټ له مسول، او د اروپایي پارلمان له سلاکار سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې مولوي صدر اعظم عثماني ویلي، چې په افغانستان کې د کوکنارو کرنه صفر ته رسېدلې ده.
نوموړي زیاته کړې؛ موږ هڅه کوو په هغو سیمو کې چې مخکې کوکنار کرل کېدل، مناسب بدیلونه ترویج کړو او د دې موخې لپاره مو بودیجه هم ځانګړې کړې ده.
مولوي صدر اعظم عثماني همداراز د کورنیو او بهرنیو بنسټونو له خوا د پروژو په پلي کېدو کې د روڼتیا او اغېزمنتوب پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي يې دي؛ د پروژو د پلي کېدو اصلي موخه د خلکو، په ځانګړې توګه د کروندګرو خدمت دی.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مشرتابه د ملي او نړیوالو بنسټونو او موسسو سره د همکارۍ پر دوام ټینګار کړی او هڅه کوي چې خلکو، په ځانګړې توګه کروندګرو او مالدارانو ته د خدماتو د وړاندې کولو زمینه برابره کړي.