د میدان وردګ ولایت په مرکز میدان ښار کې د کور او ښار جوړولو وزارت په مالي ملاتړ د جنوبي ولایتونو د بار او مسافر وړونکو موټرو د ترمینل پروژې لومړی فاز د ۲۳.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شو.
دغه ترمینل چې په ۴۰ جریبه ځمکه کې جوړیږي، په لومړي فاز کې احاطوي دېوال او دروازې شاملي دي او دویم فاز به یې په راتلونکي کال کې د ۴۵ میلیونو افغانیو په ارزښت پیل شي.
د یادې پروژې د لومړنیو کارونو د پیل پرمهال د ترانسپورټ او هوایي چلند وزیر ملا حمیدالله اخوندزاده ویلي؛ دا یوه لویه اقتصادي پروژه ده، چې شا او خوا ۲۰۰ موتړونه به پکې تم کیږي او ۱۰۰۰ کسانو ته به په مستقم او غیر مستقم ډول کاري فرصتونه هم برابر شي.
نوموړي زیاته کړې؛ د اسلامي امارت زعیم مشرتابه لخوا موږ ته د هېواد په کچه ۲۳ زره جریبه ځمکه او ورسره کافي بودجه راکړل شوې، چې د ځمکې د انتقال چارې ترسره او د اړتیا وړ ولایتونو کې ترمینلونه جوړ کړو.
د کور او ښار جوړولو وزیر شیخ حمدالله نعماني ویلي؛ موږ پلان لرو په راتلوونکي کال کې په هېواد کې هغه پروژې چې نیمکړې دي، رغنیزې چارې یې بشپړې کړو.
همدارنګه د چارو ادارې لوی رییس شیح نورالحق انور ویلي؛ د هېواد د بیارغونې او اقتصادي پرمختګ برخه کې ډیر کارونه روان دي او راتلوونکي کې هم پراختیایي پلانونه لرو، چې پلې کیدو سره بې په هېواد کې د بې روزګارۍ کچه کمه شي.
په ورته وخت کې د ولایت والي قاري بختیار معاذ او د علماو شورا رییس شیخ عبدالهادي فضلي په دغه پروژه خوښي څرګنده کړې او په وینا یې؛ د دې پروژې په پلې کیدو سره به د دې ولایت په اقتصادي کې د پام وړ بدلون راشي.