ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د یوشمیر نویو جوړو شویو واټونو او څلورلارو په نومونې ناسته وشوه

د هېواد د تاریخي ځایونو، واټونو او څلورلارو د نومونې کمېسیون د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر اوکلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي په مشري خپله نوبتي ناسته وکړه.

په دې ناسته کې د هېواد د څو ولایتونو او کابل د یو شمېر ځایونو، واټونو او څلور لارو د نومونې او د نومونو په بدلون نظرونه ورکړل شول او د ټولو ګډونوالو له هر اړخیزو نظرونو وروسته ځینې اړینې پریکړې وشوې.

د دې پرېکړو له مخې د ملي دفاع پوهنتون په انګړ کې تېر شوی نوی سړک د ملي دفاع پوهنتون سړک په نوم، د کابل ولایت د پنځمې حوزې اړونده دوو سیمو فاضل بیک او دیوان بیګي کې نوي سړکونه د فاضل بیک او دیوان بیګي په نومونو ونومول شول.

د کمېسیون غړو د کابل ښاروالي د غوښتنې په اړه د امنیت، کرزي او صدراعظم ښارګوټو د نومونو په اړه پرېکړه کړې، چې د یادو ښارګوټونو د اوسیدونکو د سهولت له پاره دې په همدې نومونو پاتې شي.

کمېسون همدا رنګه د سرپل ولایت مقام د غوښتنې پر اساس، چې د ۵ څلور لارو د نومونو د بدلون غوښتنه یې کړې وه، پرېکړه کړې، چې کوم پخواني نومونه چې جامع او مناسب دي، هغه دې په خپلو پخوانیو نومونو پاتې وي او د شخص په نوم چې نومول شوي هغو ته دې نوي نومونه وټاکل شي.