ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د حج او اوقافو وزارت مرستیال د ترکیې هېواد د دیني علومو له اکاډمۍ څخه لېدنه وکړه

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عرفان او دیني ځایونو د چارو تنظیم مرستیال شیخ مولوي عزیز الرحمن منصور او مل پلاوي د ترکیې هېواد د دیني اکاډمۍ له رییس پوهاند ډاکټر انور عثمان سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د افغان پلاوي د غړو تر څنګ د ترکیې د دیني علومو اکاډمۍ غړو هم ګډون درلود.

په پیل کې د ترکیې د دیني علومو اکاډمۍ رییس پوهاند ډاکټر انور عثمان له افغانستان څخه ورغلي پلاوي ته ښه راغلاست ویلی او د دیني علومو د اکاډمۍ د کارونو او لیدلوري په اړه یې افغان پلاوي ته مفصل معلومات ورکړي.

نوموړي ویلي، چې د ترکیې هېواد د دیني علومو اکاډمۍ د تېرو ۴۹ کلنو راهیسې د دیني علومو په زده‌کړو کې پراخې تجربې لري او دا تجربې له نورو ډېرو اسلامي هېوادونو سره د زده‌کړو په برخه کې شریکې کوي.

شیخ مولوي عزیز الرحمن منصور د پوهاند ډاکټر انور عثمان د مفصلو معلوماتو له وړاندې کولو مننه کړې او ویلي یې دي، چې د افغانستان اسلامي امارت به د ترکیې هېواد د دینې علومو د اکاډمۍ له پراخو او ارزښتمنو تجربو څخه موثره ګټه پورته کړي، ترڅو په افغانستان کې دینې او مذهبي بنسټونه لا پیاوړي او پراخه شي.

ښاغلي منصور زیاته کړې، چې د دواړو اسلامي هېوادونو ترمنځ دغه ډول مثبتې ناستې د دیني، مذهبي، کلتوري او علمي همکاریو د پراختیا لپاره مهمې او ګټورې ثابتېدای شي.