ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا نورالدین ترابي د اېټالیا لپاره د اروپایي السلام خیریه موسسې له رییس او د اروپا د پارلمان له سلاکار سره لیدنه وکړه

د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي د اېټالیا لپاره د اروپایي السلام خیریه موسسې له رییس ډاکټر سمونا فرنانډیز او د اروپا د پارلمان سلاکار ډاکټر باسم حتاحت او په افغانستان کې د السلام موسسې له رییس حمیدالله جویا سره پخپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه.

په دې ناسته کې ملا نورالدین ترابي د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، په هېواد کې د پېښو مدیریت اړوند پر ننګونو خبرې کړې او ویلي یې دي، چې افغانستان د جغرافیایي موقعیت له مخې د ګڼو طبیعي پېښو له خطر سره مخ دی.

نوموړي زیاته کړې، چې سیلابونه، زلزلې، د ځمکې ښویېدنه او نورو پېښو زموږ خلکو ته زیانونه او تلفات اړولي او له دې امله اړتیا ده، چې موسسې د وقایوي پروژو په پلي کولو کې زیات فعالیت وکړي.

د ښاغلي ترابي په وینا؛ د خطر سره مخ د سیمو سروې روانه ده، د بېړنیو پروژو ارزونه هم ترتیب شوې او د دې پروژو ډیټابیس په اداره کې شته؛ همدارنګه د وقایوي پروژو د پلي کولو په برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه هم کړې ده.

د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې رییس ډاډ ورکړی، چې موږ له تاسو څخه د اسلامي امارت د اصولو په چوکاټ کې ملاتړ کوو او هیله لرو، چې تاسو هم د پروژو په پلي کولو کې د شفافیت او چټکتیا په برخه کې ډېر پام وکړئ.

وروسته د اېټالیا لپاره د اروپایي السلام خیریه موسسې رییس ډاکټر سمونا فرنانډیز د خپلې موسسې د نړیوالو فعالیتونو په اړه خبرې کړې او ویلي یې دي، چې د اسلامي امارت نافذه قوانینو او کلتور ته په درناوي سره یاده موسسه د بېړنیو بشري مرستو او د وقایوي پروژو په پلي کولو کې د دوه اړخیزه همکاریو لپاره چمتو ده.

نوموړې په هېواد کې د وروستیو پېښو او بارانونو په اړه د معلوماتو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې د غوښتنې سره سم موږ هڅه کوو، چې د اروپايي هېوادونو څخه د پېښو مدیریت په برخه کې زیاتې مرستې راجلب کړو.

په پای کې دواړو لوریو د ګډو همکاریو په اړه خبرې کړې او د پېښو مدیریت په برخه کې یې د دوه اړخیزه همکاریو د هوکړه‌لیک پر لاسلیک باندې یې ټینګار کړی دی.