د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي د افغانستان د پرمختیایي پروګرامونو موسسې د اړیکو مسول قدرت الله امیني سره پخپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې ملا نورالدین ترابي د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي؛ هغه موسسې چې د خلکو د مرستو په برخه کې هڅې کوي د قدر وړ دي او له ټولو ملي او نړیوالو ادارو او سازمانونو څخه یې غوښتي، چې د طبیعي او غیرې طبیعي پېښو په وړاندې د چمتووالي په برخه کې له دې ادارې سره بشپړه همکاري وکړي.
د افغانستان د پرمختیایي پروګرامونو موسسې د اړیکو مسول قدرت الله امیني د هوکړې په اړه معلومات وړاندې کړي او ویلي یې دي، چې دا پروژه به د هرات په رباط سنګي ولسوالۍ کې پلي او له مخې به یې خلکو ته نغدي مرستې ووېشل شي.
د یادونې وړ ده، چې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې د رییس او د یادې موسسې د رییس احمد خالد حنیف ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې له مخې، د ټولټال ۳۳ زره یورو په ارزښت به د هرات ولایت په رباط سنګي ولسوالۍ کې د طبیعي پېښو له امله ۱۳۲ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشل شي.
په دې ډول چې هرې کورنۍ ته به ۱۵۵ یورو یا د هغه معادل په افغانیو کې د خوراکي او غیرې خوراکي توکو د برابرولو لپاره ووېشل شي.