ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

شیخ عبدالحکیم حقاني: د محاکمو مسولین دې د فیصلو په صادرولو کې له دقت څخه کار واخلي

د سترې محکمې رییس او قاضي القضات شیخ عبدالحکیم حقاني بدخشان ته سفر کړی.

د یاد سفر پر مهال د بدخشان د مرافعه محکمې د رییس او قضایي غړو په ګډون د دغه ولایت د یو شمېر نورو محاکمو له مسولینو، د یاد ولایت له والي، د علماوو شورا له غړو او نورو ولایتي ادارو له مسولینو سره لیدنه کړې.

نوموړي د دې لیدنې پر مهال د قضا او افتا مسلک اړوند بشپړ معلومات ورکړي او ویلي يي دي، چې د محاکمو ټول مسولین او منسوبین دې د فیصلو په صادرولو کې د غور څخه کار واخلي.

شیخ عبدالحکیم حقاني زیاته کړې؛ قضا ډیر لوي مسولیت دی، باید په چارو کې یې ډېر کوښښ وشي.

د شیخ حقاني په وینا؛ قضایي مسولین باید صادره شوې فیصله محکوم او محکوم علیه دواړو ته ورکړي، ترڅو محکوم علیه یې له نورو علماوو سره شریکه کړي او د تهمت لګولو فرصت ونه لري.

ښاغلي حقاني د محاکمو مسولینو ته په خطاب کې ویلي، چې د مدعي او مدعي علیه ترمنځ سوله کوئ، خو خپله مصلحین مه جوړیږئ.

قاضي القضات سپارښتنه کړې، چې د دارالوکالوو ته د صورت دعوی صحیح طریقه ور زده‌کړئ، ترڅو خلک د ناسمې صورت دعوې له امله په زحمت نه شي.

شیخ عبدالحکیم حقاني د بدخشان د محاکمو مسولینو ته په ټینګار سره ویلي، چې له مراجعینو او هېوادوالو سره د اسلامي شریعت او اصولو پر بنیاد ښه چلند وکړئ.