د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د اهل تشیع له یو شمېر علماوو او مخورو سره لیدنه کړې.
د دې کتنې په پیل کې حاجي محمد امیر باذل او سید حیات الله عالمي د نورو په استازولۍ په خپلو خبرو کې د اهل تشیع د اجتماعي وضعیت په اړه معلومات ورکړي.
دوی ویلي، چې اهل تشیع د اسلامي امارت په اړه مثبت او ښه نظر لري او له اسلامي نظام هر اړخیز ملاتړ کوي.
یادو علماوو او مشرانو د کاري فرصتونو او انکشافي چارو ایجاد ته په اشارې د اسلامي امارت له مسولینو غوښتي، چې دغو برخو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي له دوی سره پر کتنې خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د اسلامي امارت مسولین، خلکو ته خدمت او د دوی ستونزو ته رسیدنه خپل مسولیت او ویاړ ګڼي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د خلکو او نظام تر منځ د پیاوړې اړیکې په ایجادولو کې د علماوو او مخورو رول مهم بللی او له دوی یې غوښتي، چې په ذکر شوې برخه کې تر بل هر وخت زیاته هڅه وکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې څرګنده کړې، چې اسلامي امارت د افغانستان وداني او پرمختګ ته ژمن دی او په عادلانه ډول په ټول هیواد کې د خپل توان مطابق انکشافي برنامې عملي کوي.