د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د بېلابېلو ولایتونو د خصوصي پوهنتونونو له یو شمېر مسولینو او استادانو سره لیدنه وکړه.
په پیل کې یادو استادانو د تعلیمي او تحصیلي موسسو د کیفیت لوړولو ته د اسلامي امارت په پاملرنه او د علمي کادرونو او متخصصینو په ملاتړ خوښي څرګنده کړې.
دوی ویلي، چې د اسلامي امارت د رهبري په هلو ځلو د علمي او تحصیلي بنسټونو په ظرفیت لوړولو او پیاوړتیا کې زیات مثبت بدلونونه راغلي او د هېواد د پوهنتونونو مسولین او استادان هم د پراختیایي او کیفیت د تضمین برنامو په عملي کولو کې د اسلامي امارت له مسولینو سره همکار دي.
یادو مسولینو او استادانو همداراز د لوړو زدهکړو، پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو ځینې موضوعاتو ته اشاره کړې او د اسلامي امارت له مسولینو څخه یې هغو ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کړې ده.
مولوي عبدالسلام حنفي د هېواد د بچیانو سالمې روزنې په برخه کې د علمي کادرونو، استادانو او مسولینو هلې ځلې ستایلې.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړې، چې اسلامي امارت په ټولو په ځانګړي ډول د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو د کیفیت لوړولو او علمي خدماتو وړاندې کولو دوامداره او جدي هلې ځلې کوي او په دې برخه کې له اړوندو ادارو سره د علمي بنسټونو او موسسو همکاري اړینه ده.
مولوي عبدالسلام حنفي د دوی د وړاندیزونو په اړه ویلي، چې د اسلامي امارت مسولین به د امکان تر حده د لوړو زدهکړو موسسو او پوهنتونونو اړوند موضوعاتو ته رسیدنه وکړي.