د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د سرپل له والي مولوي محمد ظریف مظفر، د لوا قومندان مفتي محمد مقتصد او یو شمېر مجاهدینو سره لیدنه کړې.
په پیل کې د سرپل والي مولوي محمد ظریف مظفر د نورو په استازولۍ د یاد ولایت د مجاهدینو د وضعیت، سیمهییزې حکومتولۍ او امنیتي موضوعاتو ترڅنګ، د سیمهییزو ادارو د کړنو او فعالیتونو په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.
مولوي محمد ظریف مظفر زیاته کړې، چې په سرپل ولایت کې سیمهییز مسولین او مجاهدین خلکو ته د خدماتو رسولو او د دوی د ستونزو د حل لپاره تل هلې ځلې کوي او هیڅ راز هڅې نه درېغوي.
نوموړي همداراز په سرپل کې د انکشافي پروژو عملي کولو، د مواصلاتي لارو جوړولو او د کانونو د استخراج په برخو کې د خلکو غوښتنې مطرح کړې دي.
مولوي عبدالسلام حنفي د سرپل ولسونو ته د غوره خدماتو برابرولو په برخه کې د دې ولایت د مسولینو فعالیتونه او کړنې ستایلې.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال په پای کې ویلي، چې د امنیت ټینګښت، د ټولنیزې هوساینې او خلکو ته د ارام ژوند برابرول د اسلامي امارت له مسولیتونو څخه دي.
دغه راز شته امکاناتو ته په پام به ستاسې د وړاندیزونو په اړه اړین اقدامات وشي.