ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

فطرت: د امریکا له لوري له اسلامي امارت سره د میلیاردونو او میلیونونو ډالرو د مرستو ادعاوې په بشپړ ډول ناسمې دي

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وايي، چې د امریکا له لوري له اسلامي امارت سره د میلیاردونو او میلیونونو ډالرو د مرستو ادعاوې په بشپړ ډول ناسمې دي او په کلکه یې ردوو.

نوموړي زیاته کړې؛ حقیقت دا دی چې امریکا اسلامي امارت ته نه یوازې دا چې یوه روپۍ هم نه ده ورکړې، بلکې د افغانستان د خلکو میلیاردونه ډالر یې غصب او کنګل کړي دي.

د ښاغلي فطرت په وینا؛ اسلامي امارت له امریکا څخه د کومې مرستې توقع نه لري او نه یې هم کله غوښتنه کړې.

د ملا حمدالله فطرت په نشر شوې اعلامیه کې ویل شوي: “هغه پیسې چې امریکا یې یادونه کوي، د امریکا هغه مصارف دي چې ډېره برخه یې له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو پر تېښته او وتلو مصرف شوې او یا د هغو افغانانو په وتلو او ځای پر ځای کولو لګول شوې چې له دوی سره یو ځای له افغانستان څخه وتښتېدل.”

د ښاغلي فطرت په وینا؛ شاید یوه اندازه یې د نړیوالو موسسو له لوري په اصطلاح د بشري مرستو په نوم هم لګیدلې وي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ټینګار کړی، چې که دقیق تحلیل وشي، دا ټولې پیسې امریکا د افغانستان په نوم بېرته د خپلو اهدافو د ترسره کولو لپاره مصرف کړې دي او هڅه کوي له دې لارې د اسلامي امارت په وړاندې پروپاګند وشي.