ناصرشاه سرحدی
د تېرو څلور څلویښت کلنو کورنيو جګړو په دوران کې نه یوازي د جګړو او نا امنیو له امله افغانستان د جنګ ډګر ګرځیدلي و، بلکې دهېواد ښونځي، پوهنتونونه، لارې، پلونه، پلچکونه او په ټوله کې د هېواد ټولې اقتصادي زیربناوي هم تخریب او له منځه تللې دي او له دي درکه دهیواد ملي اقتصاد ته لوي زیان رسیدلي.
له بده مرغه د تېري فاسدې ادارې په دوران کې چې په اداري فساد، اختلاس، رشوت، بډو، اوبیروکراسي کي ډوبه وه نه یوازي دا چې امنیت او ثبات په هېواد کې تامین نه و، بلکې دهېواد اقتصادي زیربناوو ته هم پاملرنه نه کېده او د جنګ او نا امنیو له کبله ورانې او ویجاړې پرتې وې.
له نېکه مرغه داسلامي امارت په راتګ سره نه یوازې دا چې د هېواد په ټوله خاوره اوقلمرو کې سراسري سوله اوثبات تامین شو، بلکې دهېواد ټولې زیربناوې ورځ تربلې جوړې او دجوړېدو په حال کې دي. ښه مثال ېې د شمالي ولایتونو د قوش تیپي کانال جوړېدل دي، چې له نیکه مرغه ډېرې چارې به ېې بشپړ شوې او په دې نږدې وختونو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دا داسې لویه لاسته راوړنه ده چي د ملي اقتصاد په پیاوړتیا کې به رغنده اوټاکونکی رول ولوبوي او دهېواد ډېرو ځوانانو اوبې روزګارو خلکو ته به هم د کار کولو زمینه برابره کړي.
د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې وروستیو کې د دې ستر اقتصادي کانال له چارو لیدنه کړې او ویلي یې دي، چې په تېرو اتو میاشتو کې ېې دلومړي فاز ۱۰۸ کیلو متره زیاتره چارې بشپړې شوې دي.
په دې ستر تاریخي اقدام به نه یوازې ملي اقتصاد لا وغوړېږي، بلکې په هېواد کې به د بې کارۍ په له منځه وړلو کې هم مهم اوټاکونکی رول ولوبوي.