هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وکرم مسري د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې چې د افغانستان اسلامي امارت د سوداګرۍ او ترانسپورټ وزارتونو مرستیالانو هم شتون درلود د دواړو هېوادونو ترمنځ په سیاسي، اقتصادي او د خلکو ترمنځ په اړیکو هر اړخیزې خبرې وشوې.
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د هند د بشردوستانه مرستو مننه کړې او ویلي يې دي؛ د خپل متوازن او اقتصاد محوره بهرني سیاست له مخې غواړو، چې د سیمې د یو مهم او اقتصادي هېواد په توګه له هندوستان سره سیاسي او اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي.
همدا ډول د بهرنیو چارو وزیر هندي لوري ته ډاډ ورکړی، چې له افغانستانه چا ته خطر نشته او د ديپلوماتیکو اړیکو د لوړولو د سوداګرو، مریضانو او محصلینو د ویزو اړوند د سهولتونو رامنځته کولو هیله څرګنده کړې.
د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وویل، هند او افغانستان تاریخي اړیکې لري او هندوستان غواړي چې دا اړیکې لا پیاوړې کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې هېواد يې په تېرو شاوخوا درې نيمو کلونو کې له افغانستان سره بشري مرستې کړې دي او غواړي چې له افغانستان سره د زیربنایي پروژو په پلي کولو کې هم مرسته وکړي.
همدا ډول د هند مرستیال وزیر په افغانستان کې د سرتاسري امنیت، ثبات، له مخدره توکو، او فساد سره د اسلامي امارت د مبارزي ستاینه کړې او ویلي يې دي، هند لیواله دی په سیاسي او اقتصادي برخه کې له افغانستان سره اړیکې پراخې کړي او د چابهار بندر له لارې سوداګري ته وده ورکړي.
په پای کې دواړو خواوو د ویزو او سوداګرۍ په برخه کې د اسانتیاوو په راوستلو هوکړه کړې.