ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

استرالیايي استاد جبرائیل عمر د ورپیښې ناروغۍ له امله ومړ

کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اسټرالیايي استاد جبرائیل عمر (ټیموټي ویکس) په مړینه ژوره خواشيني ښودلې.

په افغانستان کې اوسیدونکی استرالیايي استاد ټیموټې ویکس چې اوسنی نوم یې جبرائیل عمر وو تېره ورځ (چهارشنبه د مرغومی په ۱۹مه نېټه) وفات شو.

د کورنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، نوموړی چې د اشغال پر مهال د اسلامي امارت د مجاهدینو له لوري نیول شوی و، د زندانیانو د تبادلې په ترڅ کې ازاد او په خپله خوښه یې د اسلام مبارک دین ومانه.

جبرائیل عمر په کابل کې د انګلسې ژبې د استاد په حیثت دنده ترسره کوله، هغه د افغانستان او اسلامي امارت سره زیاته مینه درلوده او په همدې اساس یې په کابل کې اوسیدل غوره ګڼل.

وخت په وخت به یې د هېواد ولایتونو ته سفرونه کول او د اسلام په اړه یې هم خپل معلومات زیاتول، بالاخره تېره ورځ په کابل کې پخپل هستوګن‌ځای کې وفات شو.

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د نوموړي په وفات خپله ژوره خواشيني څرګندوي، له دوستانو او متعلقینو سره یې خواخوږي ښيې.