ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کرنې وزیر او د اوزبیکستان سفیر لیدنه؛ پر دوه اړخیزو کرنیزو همکاریو خبرې شوي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري او د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په بېلا بېلو لیدنو کې د اوزبیکستان له سفیر اویبیک عارف عثمانوف سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې دواړو خواوو په بېلا بېلو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې کړي.

همداراز په دې لیدنه کې د امو سیند له اوبو څخه اغېزمنه ګټه اخیستنه، د اقلیمي بدلون په برخه کې ګډ فعالیتونه، د پامیر د غرونو د طبیعي یخچالونو د وضعیت ارزونې لپاره تخنیکي ټیمونه استول، په پولو کې د ناروغیو او افتونو پر وړاندې مبارزه، د مېوو باغونه جوړول او په کرنې کې د نوې ټکنالوژۍ او لمریزې انرژۍ څخه ګټه اخیستنه هم هر اړخیز بحث شوی.

د کرنې وزیر مولوي عطاءالله عمري ټینګار کړی، چې افغانستان د ګډو همکاریو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

نوموړي د کرنې او مالدارۍ په سکټور کې د نوې ټکنالوژۍ او ماشین الاتو د اړتیا یادونه کړې او ویلي یې دي، چې په دې برخه کې د کارکوونکو روزنه، د ظرفیتونو د پیاوړتیا او د بزګرانو او مالدارانو د کورنیو د وضعیت د ښه کولو لپاره ډېره مهمه ده.

همدارنګه د لیدنې په پای کې، د دواړو هېوادونو د محصولاتو متقابلې ډالۍ هم شریکې شوي دي.