ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه؛ د اسرائیلي یرغلګرو په وروستیو بریدونو کې ۵۰ فلسطینیان شهیدان شوي

د الجزیرې خبرې شبکې د راپور له مخې، غزه تړانګه کې د اسرائیلي یرغلګرو په وروستیو بریدونو کې یوازې پرون (چهارشنبه، د جنوري ۸مه) ۵۰ فلسطینیان شهیدان شوي؛ حال دا چې د نړیوالو منځګړو تر منځ غزه کې اوربند ته د رسېدو او بندیانو د تبادلې خبرې لا هم روانې دي.

د روغتیايي سرچینو له قوله، په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې هم د اسرائیلي یرغلګرو له لوري درې فلسطینیان شهیدان شوي دي.

له دیرالبلاح څخه د الجزیرې خبریال ویلي، چې اسرائیلي یرغلګرو پرون په ټوله غزه کې بریدونه کړي، خو ډېری یې په شمال او مرکز کې شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې صهیونیستي عسکرو غزه ښار کې ۵ فلسطینیان شهیدان کړي او په شمال جبالیا کمپ کې یې د فلسطیني کډوالو یو ښوونځی په نښه کړی، چې څلور فلسطینیان پکې شهیدان شوي. په مرکزي غزه کې بیا پر یوه استوګنیزه ودانۍ برید شوی، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۰ فلسطینیان پکې شهیدان شوي.

پر دې سربېره پرون غزه تړانګه کې هوايي بریدونو هم زور اخیستی او د راپورونو له مخې د انټرنیټ د ځمکنیو لینونو د ساتنې په برخه کې د مخابراتو څلور کارکوونکي هم ټپيان شوي دي.

د فلسطین روغتیايي چارواکي وايي، چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د نسل‌وژنې په جګړه کې لږ تر لږه ۴۵ زره او ۹۳۶ فلسطینیان شهیدان او ۱۰۹ زره او ۲۷۴ نور ټپیان شوي دي.

روغتونه له فعالیته لوېدلي:

د غزې په شمال بیت لاحیا کې د اندونیزیايي روغتون کارکوونکو الجزیرې ته ویلي، چې دا روغتیايي مرکز د اسرائیلي عسکرو له مستقیمو بریدونو سره مخ دی “د روغتون دیوالونه او شاوخوا سیمې په نښه کوي” او د مرستو مخه نیسي.

دوی ویلي؛ له بده مرغه روغتون کې وضعیت ډېر خراب دی او د اړتیا وړ روغتیايي توکي نه رسېږي.

د غزې روغتیا وزارت هم د روانې اونۍ په پيل کې ویلي و، چې د غزې په شمال کې د کلابندۍ او بریدونه له امله درې ستر روغتیايي مرکزونه له فعالیته لوېدلي. د کمال عدوان روغتون مشر ډاکټر حسام ابو صفیه د اسرائیلو له لوري نیول شوی او لا هم په بند کې دی.

سربېره پر دې د خان یونس ناصر روغتون اعلان کړی، چې د تېلو د کمښت له امله خپل فعالیت دروي؛ په دیرالبلاح کې بیا الاقصی روغتون د لومړنیو درملو او اکمالاتو د کمښت خبر ورکړی.

پرون چهارشنبه د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړیوال فدراسیون (ای اف ار سي) غزې ته له ځنډ او خنډ پرته د مرستو رسولو غوښتنه کړې ده. ای اف ار سي یو له نړیوالو بنسټونو څخه دی، چې غزې ته بشري او روغتیايي مرستې رسوي.

د بشرپاله مرستو نړیوالو سازمانونو څو-څو ځله ویلي، چې اسرائیل د بشري مرستو مخه نیسي.

د اوربند خبرې لا هم روانې دي:

د جګړې له دوام سره د قطر، مصر او امریکا په منځګړیتوب غزه کې د حماس غورځنګ او اسرائیلو تر منځ د اوربند او بندیانو د تبادلې خبرې لا هم روانې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن پرون چهارشنبه ویلي، چې هوکړه ډېره نږدې ده.

غزه کې د اوربند پخوانی هڅې ډېر ځله ناکامه شوې او دواړو لورو یو بل د شرطونو په بدلولو تورن کړي دي.