ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان دې ژر تر ژره نیول شوي افغان کډوال خوشي کړي

د بښنې نړیوال سازمان له پاکستانه غوښتي، چې د نړیوالو قوانینو سره سم دې ژر تر ژره نیول شوي افغان کډوال خوشي کړي.

یاد سازمان پر پاکستان غږ کړی، چې د افغان کډوالو خپلسري نیول، بندیانول او ځورول دې ودروي.

د سویلي اسیا لپاره د دې سازمان مرستیال ‘بابو رام پنت’ د پولیسو له لوري د شپنیو چاپو، د سلګونو افغانانو خپلسري نیونې او ځورونې “توپیري پالیسي” بللې او ویلي یې دي، چې پاکستان د خپلسرو سیاستونو په عملي کولو سره د افغان کډوالو امنیت له خطر سره مخ کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې پاکستاني دولت په پرله‌پسې او خپلسري ډول داسې پالیسۍ پلې کړې، چې په دې هېواد کې یې د افغان کډوالو ناامني او بې‌ثباتي زیاته کړې، چې له امله یې په تېرو ۱۵ میاشتو کې زرګونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي او تازه اقدام له ګواښونو سره مخ افغانان لا له خطر سره مخ کړي دي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي؛ د پاکستاني دولت کړنې، چې د افغانانو حتا قانوني اسناد لرونکو د ازار، ځور او نیولو لامل شوې، اختیاري او پراخه دي.

یاد سازمان له پاکستان څخه غوښتي، چې تر نړیوالو قوانینو لاندې دې خپلو مسولیتونو او مکلفیتونو ته غاړه کېږي او د نیول شویو افغان کډوالو د خوشي کولو لپاره دې ژر تر ژره اقدام وکړي.