داطلاعاتو او کلتور وزير ملا خیرالله خیرخواه پخپل کاري دفتر کې د اروپايي اتحادیې له نوې شارژدافیرې بوسکوویچ پوهار ویرانیکا او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
په دې ناسته کې دواړو خواوو د فرهنګي میراثونو د ساتنې، د يادو اثارو د ارزښت او عامه پوهاوي په اړه خبرې او د نظرياتو تبادله کړې ده.
د اطلاعاتو او کلتور وزير د فرهنګي میراثونو په ساتنه کې د اروپايي اتحادیې له همکارۍ مننه کړې او په دې برخه کې یې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه کړې ده.
ښاغلي خيرخواه زیاته کړه، چې د فرهنګي میراثونو ساتنه یوازې د افغانانو دنده نه ده، بلکې دا د نړۍ د ټولو خلکو ګډ مسولیت دی او له افغانستان سره باید په دې برخه کې بشپړه مرسته وکړي.
په پای کې د اروپايي اتحادیې شارژدافیرې بوسکوویچ پوهار ویرانیکا د افغانستان د فرهنګي میراثونو په ساتنه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.