ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اماراتو د بهرنیو چارو له وزیر سره د مولوي امیرخان متقي لیدنه؛ د اقتصادي همکاریو پر پراختیا او سیمه‌ییزو مسایلو خبرې شوې

د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي د متحده عربي اماراتو د بهرنيو چارو له وزير شيخ عبدالله بن زايد آل نهيان سره لیدنه کړې.

په دې ناسته کې دواړو لوريو د افغانستان او اماراتو پر دوو اړخيزو اړيکو، د اقتصادي همکاريو پراختيا او سيمه‌ييزو مسايلو خبرې اترې کړې دي.

همداراز د افغانستان او اماراتو ترمنځ د سوداګرۍ پر زياتوالي، په ځانګړې توګه اماراتو کې افغان توکو ته د بازارموندنې پر لارو چارو خبرې شوې او پرېکړه شوې، چې په اړه به يې تخنيکي کارونه ترسره شي.

د بهرنيو چارو وزير له اماراتي لوري غوښتي، چې افغانانو ته د ويزو د ورکړې په برخه کې اسانتياوې رامنځته شي او افغان حکومت چمتو دی، چې د پروسې د ښه پلي کېدو په برخه کې خپل رول ولوبوي.

په پای کې د دوې اړخيزې سوداګرۍ د لا پراختيا په موخه د منظم کار پر دوام او د توافق شوو چارو پر تعقيب هوکړه شوې ده.