ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د تعامل غوښتونکی دی

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون ماښام په سپیدار ماڼۍ کې د چیچنيا هېواد د علومو اکاډمۍ له مشر او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

یاد پلاوی چې د چیچنیا د علومو اکاډمۍ رییس ترڅنګ د نوموړي مرستیال نثار فرید احمدزی هم ګډون درلود، د چیچنیا د ولسمشر او د روسیې فدراسیون په رسمي استازولۍ افغانستان ته راغلی دی.

په دې ناسته کې د چیچنیا هېواد د علومو اکاډمۍ ریيس ښاغلي عمروف جمبولا‌ت افغانستان ته په خپل سفر خوښي ښودلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د علمي، دیني او فرهنګي اړیکو د پراختیا او اقتصادي همکاریو په پيل ټینګار کړی دی.

هغه ویلي هڅه کوي، چې د افغانستان او روسیې د اړیکو په پیاوړتیا کې مثبت رول ولوبوي او غواړي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې اړیکي پراخې او همکارۍ زیاتې شي.

مولوي عبدالکبیر له راغلي پلاوي مننه کړې او ویلي یې دي، چې اسلامي هېوادونه له افغانستان سره دیني، فرهنګي او ټولنیز مشترکات لري او تمه ده چې دې مشترکاتو ته په كتو متقابلو اړیکو ته پراختیا ورکړل شي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال زیاته کړې، چې روسیه په افغانستان کې د بنسټونو رغونې ښه تجربه لري او هیله یې ښودلې، چې دغه هېواد د افغانستان په بیارغونه کې ونډه واخلي.

مولوي عبدالکبیر ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د خپل هېواد امنیت او ثبات د سیمې له امنیت او ثبات سره تړلی بولي او خپلې ملي ګټې د سیمې په امنیت کې ویني.

دغه‌راز اسلامي امارت د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د تعامل غوښتونکی دی، خو هېڅکله په اسلامي او ملي ارزښتونو معاملې ته چمتو نه دی.