د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند پرون د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د جدې میاشتې په ۲۰مه د جامعه فتح العلوم کابل مدرسې د دستاربندۍ په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
د دستاربندۍ په یادو مراسمو کې د اسلامي امارت یوشمېر مسولینو، علماوو کرامو، مشایخو او د سیمې اوسېدونکو هم ګډون کړی و.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په یادو مراسمو کې ویلي؛ دا دې ویاړ ځای دی چې زموږ په هېواد کې د علم او پوهې مرکزونه فعال او اباد دي او د ولس بچي خپله برخه علم ترې اخلي. الله تعالی دې دا هېواد او ولس په علم او پوهې سره ودان لري.
ملا عبدالغني برادر اخوند د دینو مدرسو ټولو استادانو ته سپارښتنه کړې، تر څو په ډېر شفقت او پوره محنت سره د هېواد بچیانو ته تدریس وکړي، ځکه دوی د علم د زده کړې په موخه هر ډول زحمت ګاللی او ګالي يې.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال له جامعه فتح العلوم کابل مدرسې څخه فارغ شوو حافظانو او د هغوی کورنیو ته مبارکي ویلې او له دوی یې هیله کړې، چې له خپل علم د دین، هېواد او د دې شریف ولس د خدمت لپاره ګټه واخلي.