ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي امیرخان متقي د متحده عربي اماراتو د اقتصاد له وزیر سره لیدنه کړې

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي متحده عربي اماراتو ته د خپل سفر په ترڅ کې پرون (پنجشنبه، د مرغومې ۲۰مه) د دې هېواد د اقتصاد له وزیر عبدالله بن طوق المري سره لیدنه کړې.

په پیل کې عبدالله بن طوق المري د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر په مشري پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ، د متحده عربي اماراتو اوسنی اقتصادي وضعیت تشریح کړی او د افغانستان-اماراتو د سوداګرۍ د پراختیا په اړه یې خپله ژوره لېوالتیا څرګنده کړې ده.

ښاغلي متقي د افغانستان د اقتصادي وضعیت، د پانګونې شته فرصتونو او د سوداګرۍ په برخه کې د همکاریو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړي.

په دې کتنه کې د معادنو استخراج، د کرنې میکانیزه کولو، دزراعتي محصولاتو لپاره د بازار موندني، په سوداګرۍ کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو، د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ او ترانزیټ پراختیا، اماراتو ته د افغان کارګرانو لېږد، د بانکي اړیکو عادي کول او د سوداګرۍ خونو ترمنځ د همکاريو په باب هر اړخیز او تفصیلي بحثونه شوي.

په پای کې دواړو لوریو هوکړه کړې، چې د یادو مواردو د تطبیق لپاره به تخنیکي ټیمونه ټاکي، ترڅو یاد پروګرامونه په اغېزمن ډول عملي شي او د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکې لا پیاوړې کړي.