ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د خواف-هرات اوسپنيزې کرښې څلورمې قطعې د لومړۍ برخې رغنيزو چارو ۸۰ سلنه پرمختګ کړی

ټولګټو وزارت وايي؛ د خواف-هرات اوسپنيزې کرښې د څلورمې قطعې د لومړۍ برخې رغنيزې چارې د ۸۰ سلنه فزيکي پرمختګ په لرلو سره په چټکۍ سره جريان لري.

د خواف-هرات اوسپنيزې کرښې د څلورمې قطعې لومړۍ برخه ټولټال ۴۳ کيلومتره اوږدوالی لري، چې د هرات ولايت په غوريان او زنده جان ولسواليو کې تيريږي.

د يادې برخې د رغنيزو چارو قرارداد، چې مالي تمويل يې د افغانستان اسلامي امارت پرغاړه دی؛ په ۲۰۱۹م کال کې د قزاقستان هېواد د انتیګرا او سندريلا ساختماني شرکتونو سره د شاوخوا ۵۷ ميليونو امريکايي ډالره په ارزښت لاسليک شوی دی.

د خواف-هرات اوسپنيزه کرښه یو معیاري ریل پټلۍ ده، چې د ایران خواف ښار د افغانستان په لویدیځ کې د هرات ښار سره نښلوي او منځنۍ اسيا او اروپايي هېوادونو ته د سوداګريزو انتقالاتو او صادراتو په برخه کې مهم رول لري.

ياده اوسپنيزه کرښه د شاوخوا ۲۳۰ کيلومتره په اوږدوالي سره ټولټال څلور برخې لري، چې دوه یې په ایران او دوه یې په افغانستان کې موقعیت لري او ياد مسير د افغانستان د ريلي ورېښمو لارې په نوم هم یادیږي.

د يادونې وړ ده، چې د روان ۱۴۰۳ هـ.ش کال په پيل کې د خواف-هرات د څلورمې قطعې د دويمې برخې د ۴۷.۳ کيلومتره په اوږدوالي د رغنيزو چارو قرارداد هم د شاوخوا ۵۳ ميليونو امريکايي ډالره په ارزښت د ګاما نړيوال ساختماني شرکت سره لاسليک شوی وو.