د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا درېیو میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۱۷ پروژو قراردادونه منظور او د ۹ نورو یې تعدیل کړل.
د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډې ته، چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د مرغومي میاشتې په ۲۲مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم ۳۲ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې، چې له جملې یې د ۱۷ پروژو قراردادونه منظور، د ۹ تعدیل او دوې پروژې د تدارکاتي مراحلو د ستونزو له امله رد شوې او په اړه یې اړوندو مسولینو ته سپارښتنه وشوه، تر څو یې د تدارکاتي پروسې د ټولو اصولو په پام کې نیولو سره بیاځلې ازادې داوطلبۍ ته وړاندې کړي.
همدارنګه د څلورو پروژو د قراردادونو د قېمتونو په اړه ټاکل شویو کمېټو ته دنده وسپارل شوه، چې له ګټوونکو شرکتونو سره مجلس وکړي او خپل راپور د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.
په منظور شویو او تعدیل شویو پروژو کې د کابل ولایت د ارغندۍ ترانسپورټي ترمینل جوړول؛ د هرات ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې د باروړونکو موټرو تمځای جوړول؛ د آقینې-اندخوی او تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ پروژو ترمیم؛ په کندهار، هلمند او فراه ولایتونو کې د نوري فایبر لین غځول؛ د کابل ښار د یوشمېر داخلي سړکونو اساسي جوړول؛ په بېلا بېلو ولایتونو کې د برېښنا په برخه کې د شته پروژو د پاتې چارو بشپړول او یوشمېر نورې پروژې شاملې دي، چې د اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.