د پاسپورټ عمومي ریاست د ځینو رسنیو له لوري هغه خپاره شوي راپورونه بېبنستټه بولي، چې ګواکې په دغه ریاست کې اداري فساد شتون لري.
د یاد ریاست ویاند قاري عمري لوګري هېوادوالو ته ډاډ ور کړی، چې له کومې ستونزې او خنډ پرته خپل پاسپورټونه ترلاسه کولای شي.
ښاغلی عمري وايي، چې د هېواد د ټولو ولایتونو تر څنګ په پلازمېنه کابل کې عمومي ریاست او پینځه نورې څانګې د پاسپورټ وېش چارې په عادي ډول پرمخ وړي او غوښتونکو ته له ځنډ پرته پاسپورټونه ورکول کېږي.
د پاسپورټ عمومي ریاست مسولینو د معلوماتو له مخې د روان لمریز کال په لومړيو لسو میاشتو کې نږدې ۱۰۰ زره پاسپورټونه وېشل شوي دي.