د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د بيلاروس هېواد روغتیا وزارت د خوړو او درملو له مرستیال الکساندر ستارویوټوف سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزارت روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني او د خوړو او درملو مرستیال مولوي حمدالله زاهد هم شتون درلود.
لیدنه کې د هېوادونو پر کچه د درملو اخیستنې، دوه اړخیزې همکارۍ او د روغتیايي پرسونل ظرفیت لوړولو اړوند خبرې شوي دي.
د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د بيلاروس هېواد سره د روغتیا په برخه کې دوه اړخیزو اړیکو پیل او پراختیا ته په اشارې ویلي؛ مونږ د معیاري روغتیايي خدمتونو لپاره با کیفیته درملو او طبي تجهیزاتو ته اړتیا لرو، چې د دوه اړخیزو ښو اړیکو پر اساس کولی شو دې برخې کې لا پر مخ ولاړ شو.
د یادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي د روغتیايي سیستم ښه والي په موخه له بېلا بېلو هېوادونو سره د روغتیا په برخه کې دوه اړخیزې ښې اړیکې ولري، ترڅو د هېواد روغتیايي سیستم لا معیاري او پیاوړی شي.