ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کار او ټولنیزو چارو وزیر او د ترکیې سفیر لیدنه؛ هېواد کې د کاري فرصتونو پر زیاتوالي خبرې شوي

د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملاعبدالمنان عمري په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ترکیې له سفیر جنک اونال سره لیدنه کړې.

 په دې لیدنه کې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا او په افغانستان کې پانګه‌اچوونې او کاري فرصتونو د پنځونې لپاره پر شته فرصتونو خبرې شوې.

د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملاعبدالمنان عمري په دې لیدنه کې د ترکیې له سفیر څخه په افغانستان کې د شته پانګونې او فعالیت سربېره د زیاتې پانګې‌اچونې او همکاریو غوښتنه کړې، ترڅو له دې لارې هېوادوالو ته د زیاتو کاري فرصتونو زمینه برابر شي.

په ورته وخت کې د ترکیې سفیر، د افغانستان د ودې او پرمختګ لپاره د فرصتونو یادونه کړې او له افغانستان سره د همکاریو پراختیا ته د ترکیې د لېوالتیا په هکله خبرې کړي، چې له هغې ډلې څخه د ۷۷ ترکي شرکت د پانګو او فعالیتونو یادونه شوې، چې په افغانستان کې په بیلا بیلو بنسټیزو پروژو کې فعالیت لري.