ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي محمد اسماعیل غزنوي نيمروز ولايت ته د غصب شوو ځمکو پلټنې په موخه سفر کړی

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستیال او د غصب مخنیوي کمېسيون غړي مولوي محمد اسماعیل غزنوي او مل پلاوي نيمروز ولايت ته سفر کړی.

مولوي محمد اسماعیل غزنوي د خپل دغه سفر پرمهال د یاد ولايت له والي شيخ محمد قاسم خالد او د غصب مخنیوي کمېسيون له نورو غړو سره لیدنه کړې.

 د دغې لیدنې پرمهال ښاغلي غزنوي نيمروز ولايت ته د خپل کاري سفر په اړه د ولايتي ادارې مسولينو او د ياد ولايت د غصب مخنيوي کمېټې غړو ته معلومات وړاندي کړي او ویلي یې دي؛ نيمروز ولايت ته يې د دغه سفر موخه د ټولو غصب شوو ملکي او امارتي ځمکو پلټنه او تثبيت دی.

دغه‌راز د نيمروز والي شيخ محمد قاسم خالد د وزرات پلاوي ته د هرکلي ترڅنګ د پوره همکارۍ ډاډ ورکړی او په دې ولايت کې یې د غصب د مخنيوي او د غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو په برخه کې د ولايتي ادارې فعاليتونه شريک کړي.

 نوموړي همدا راز د غصب مخنيوي ولایتي کمېټې ته دنده سپارلې، چې په اړونده برخه کې له ياد پلاوي سره ګډ کار او همکاري وکړي.