د افغانستان برېښنا شرکت مالي چارو رییس رسول جواد د بيلاروس هېواد برېښنا انرژۍ مرستیال ډینیس موروز سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د برېښنا تولید برخه کې د پانګونې راجلبونې په موخه د افغانستان برېښنا شرکت اړوند مسولینو له لورې ورته د شته فرصتونو، هېواد کې د برېښنا اړتیا کچې او ګڼو نورو برخو په اړه معلومات وړاندې شول.
د بيلاروس هېواد برېښنا انرژۍ مرستیال ډینیس موروز د افغانستان برېښنا شرکت له مشرتابه مننه وکړه او د ګاز په ګډون یې د نوې کېدونکې انرژۍ اړوند یو شمېر سرچېنو څخه د برېښنا تولید برخو کې پانګونې ته د بیلاروسي کمپنیو لیواله کولو ډاډ ورکړ.
ډینیس موروز د افغانستان برېښنا شرکت رهبرۍ ته بېلاروس ته د ورتګ بلنه ورکړه، څو د دوی برېښنا اړوند سیستمونه او ۶۰ پانګوالې کمپنۍ له نږدې وویني.
د یادونې ده، چې له دې وړاندې هم د روسي، چک او سلواکیا، ترکي او چینايي کمپنیو مسولینو د افغانستان برېښنا شرکت رهبرۍ سره ناستو کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې ده.