د چاپېریال ساتنې ملي ادارې پالیسي او مسلکي مرستیال ډاکټر ملا زین العابدین عابد په مشرۍ د ۱۴۰۳کال د مرغومي په ۲۳مه نېټه د دې ادارې د بند امیر د غونډو په تالار کې (په لويو ښارونو کې د هوا ککړتيا د مديريت او کموالي د عمل پینځه کلن پلان) نهایي کولو په تړاو مشورتي غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د اړوندو امارتي ادارو استازو او د دې ادارې رییسانو او متخصصینو ګډون کړی وو.
غونډه کې ډاکټر ملا زین العابدین عابد ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او په لويو ښارونو کې یې د هوا د ککړتيا د مديريت او کموالي د عمل پینځه کلن پلان په هکله خبرې وکړې.
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل؛ د هوا ککړتیا په ځانګړي توګه د ژمې په موسم کې په يو چاپېريالي بحران بدلېږي، چې د خلکو روغتیا او ژوند ته جدي زيان رسوي او دا ستونزه د بېلابېلو طبيعي، صنعتي او ټولنېزو عواملو له کبله رامنځته کېږي.
نوموړي زیاته کړه؛ د ټيټ کفيت فوسيلي موادو کارونه، غيري معياري سون توکي پلاستيک او ټايرونه، لوګي لرونکي زاړه وسایل، د نفوسو زياتوالی، د شنو ساحو کمښت او د عامه پوهاوي ټيټه کچه د هوا د ککړتیا مهم عوامل دي.
د نوموړي په وينا؛ د چاپېريال ساتنې ملي ادارې د وزارتونو او اړوندو سکتوري ادارو سره په همکارۍ پینځه کلن ترتیب کړی دی، چې د هوا د ککړتیا د مديريت او کمولو لپاره عملي اقدامات او د هېواد اوسني وضعيت سره سم تطبيق کیدونکي تدابير پکې په پام کې نيول شوي دي.
ښاغلي عابد د اړوندو ادارو له استازو غوښتنه وکړه، چې دا سند په غور سره وڅېړی او خپل رغنده نظريات او وړانديزونه زموږ سره شريک کړي ترڅو د دې پلان په وروستي کولو کې بريالي شو.
د غونډې په لړ کې د دې ادارې د پلان او برنامو رییس فيض الله امين له لوري (په لويو ښارونو کې د هوا ککړتیا د مديريت او کموالي د عمل پلان) په هکله تفصیلي معلوماتي پرزنټېشن وړاندې شو.
ورپسې د ياد پلان په هکله ګډونوالو بحث وکړ، چې د ګډونوالو د نظرونو او وړاندیزونو په پام کې نیولو سره به (په لويو ښارونو کې د هوا ککړتیا د مديريت او کموالي د عمل پلان) تر نهايې کېدو وروسته د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه ته د منظورۍ لپاره واستول شي.