د کندوز ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رییس مولوي احسان الله ثاقب د ولايتي مسولینو، علماوو، قومي مشرانو او ځايي خلکو په همکارۍ د ياد ولايت په علي آباد ولسوالۍ کې ۴۰ کلنه شخړه هواره کړه.
په دغه شخړه کې د دواړو خواوو د اختلافاتو له کبله يوکس وژل شوی، څوتنه ټپيان شوي او ګڼ مالي زيانونه اوښتي وو، چې د یوې ناستې په ترڅ کې یې یو بل ته بښنه وکړه او د ورورولۍ ژوند یې اختیار کړ.
د شخړې د حل پرمهال مسولینو او سمیه ییزو مشرانو د ولسونو ترمنځ په سوله او اتفاق ټینګار وکړ او دا یې د خلکو لپاره د دنيا او اخرت کاميابي وبلله.
جرګه کوونکو د ښکېلو غاړو له رضایت سره سمه منصفانه فيصله وکړه او دواړه مرورې کورنۍ یې سره غاړه غړۍ کړې.
په شخړه کې ښکېلو کورنيو د اسلامي امارت له مسولینو او په خاصه توګه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست له هڅو په مننې کولو سره ژمنه وکړه، چې په راتلونکې کې به هېڅ ډول تاو تريخوالي ته زړه ښه نه کړي.