ملي دفاع وزارت وایي، چې د دې وزارت د بېلا بېلو قطعاتو او جزوتامونو ۹۹ تنه ځوان منسوبين د حضرت ابو عبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون اړوند، د حضرت اسامه بن زید د ځوانو افسرانو اکاډمي د درېیمې دورې شپږ میاشتني مسلکي او نظامي کورس څخه د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.
په دې غونډه کې د ملي دفاع وزارت د ښوونې، روزنې او دوکتورینو ریییس مولوي داد محمد محمدي، د ملي دفاع پوهنتون قوماندان مولوي محمد هاشم حذیفه او ګڼ شمېر مسولینو، مجاهدینو او منسوبینو ګډون کړی وو.
په یاده غونډه کې مسولینو په خپل وار نويو فارغانو ته د امراوو اطاعت، تقوا، مسولیت پېژندنې او له غفلت ځان ساتلو په اړه هر اړخیزې ویناوې وکړې.
دغهراز نویو فارغانو د خپلو امرینو د اطاعت، د خپل دروند مسولیت ادا کولو او د اسلام او هېواد په لاره کې د ځان قربانولو ژمنتیا څرګنده کړې ده.