ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

امریکا کې ځنګلي اور؛ د وژل شویو کسانو شمېر ۲۴ ته رسېدلی او د ۳۵ زره کورنو برېښنا پرې شوې

د امریکا په لاس انجلس کې له کنټروله وتلې ځنګلي اور لګېدنې له امله لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي او د شاوخوا ۳۵ زره کورنو او سوداګریزو ودانیو برېښنا پرې شوې ده.

سربېره پر دې له ۱۲ زره ډېر کورونه او ودانۍ ویجاړ شوي او له ۱۵ زره هکټاره ډېره ځمکه سوځېدلې ده.

د راپورونو له مخې، د امریکا د کلیفورنیا ایالت په لاس انجلس ښار کې لګېدلی ځنګلي اور لا هم نه دی مهار شوی او د اور وژنې هڅې روانې دي.

سي بي اس نیوز ویلي، چې د لاس انجلس ټولې شاوخوا سیمې د اور لګېدنې له امله تخریب او سوځېدلې او لسګونه زره کسان د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي دي.

ځايي چارواکو ویلي، چې له ۱۵۰ زره ډېرو کسانو ته د وتلو او خپلو سیمو د پرېښودو خبرداری ورکړل شوی او له ۷۰۰ ډېرو کسانو په خوندي سیمو کې پناه اخیستې ده. دشپې له لوري ګرځبندیز هم پلی شوی دی.

رسنۍ وايي، چې اوس‌مهال د لاس انجلس ښار په څلورو ځایونو کې اور لګېدلی او د وژلو هڅې یې روانې دي.

دا اور لګېدنه د دې ښار په تاریخ کې تر ټولو ویجاړوونکې او زیان رسوونکې پېښه ګڼل شوې ده.

دا اور تېره سې‌شنبه لومړی مالیبو غونډیو ته څېرمه په یوه غرنۍ ځنګلي سیمه کې لګېدلی و،‌ خو وروسته د سختو بادونو او سیلیو له امله نورو سیمو ته هم پراخه شو.

سیمه‌ییزو مسولینو ویلي؛ که څه هم چې اورونه کم شوي، خو خطر په بشپړ ډول له منځه نه دی تللی او بادونه نورې سیمې هم له ګواښ سره مخ کولای شي.