ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان بانک رییس او کابل کې د ایران سفیر لیدنه؛ دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او بانکي اړیکو پر پراختیا خبرې شوې

د افغانستان بانک عمومي رییس نوراحمد اغا په خپل کاري دفتر کې د ایران هېواد له سفیر علي رضا بیګدلي او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، بانکي اړیکو او برېښنایي بانکوالۍ د پراختیا په اړه خبرې شوې دي.

د افغانستان بانک عمومي رییس نوراحمد اغا د ایران او افغانستان ترمنځ د بانکي اړیکو پراختیا او همکاري د سوداګرۍ د ودې لپاره ګډه اړتیا یاده کړې او په دې برخه کې یې له خپله اړخه د همکارۍ ډاډ ورکړی.

نوموړي همدارنګه د سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې د برېښنایي بانکوالۍ ونډه د ارزښت وړ بللې او ویلي يې دي، چې د افغانستان بانک په هېواد کې د دې بانکوالۍ پراختیا ته ژمن دی او په دې برخه کې به د نړۍ د هېوادونو له تجربو ګټه پورته کړي.

دغه‌راز په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیګدلي هم د داوړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا او د بانکي سکتور اړیکې د ارزښت وړ یادې کړي او له خپله اړخه یې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیق الله خالد او مل پلاوي هم ګډون درلود.