ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پکتيکا له زندان څخه ۲۴ تنه بنديان ازاد او د ۲۸ نورو د بند موده را کمه شوه

د پکتیکا د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي؛ د افغانستان د اسلامي امارت د مشرتابه عاليقدر اميرالمومنين حفظه الله د ځانګړی شفقت او فرمان پر بنسټ د ستري محکمې د متحد المال مکتوب په اساس د پکتيکا له زندان څخه ۲۴ تنه زندانيان ازاد شول او د ۲۸ نورو د بند موده را کمه شوه، چې په يادو بنديانو کې څلور ميرمنې هم شاملې وي.

د پکتیکاولایت د استناف محکمې د جزا دېوان رییس مولوي محمد مختاري وویل، دافغانستان اسلامي امارت د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د ځانګړې فرمان او د سترې محکمې د وړاندیز په اساس د پکتيکا له زندان څخه ۵۲ تنه بندیانو ته بښنه او د قید په موده کې کمښت راغلی.

د پکتیکا زندان امر ملا حکمت الله خطاب وویل؛ په زندان کې محبسينو ته په بېلابیلو برخو کې زده کړې ورکول کېږي، چې په حرفوي زدکړو سربیره دینې او عصري زده کړې هم شاملي دي.

همداراز د زندانیانو لپاره په ټولو برخو کې پوره اسانتیاوې برابرې شوې دي .

ازاد شوي زندانیان د زندان له مسولینو خوښ دي او وايي؛ په زندان کې ټولو مسولینو او مجاهدینو نرم سلوک او ښه چلند سر سربیره حرفوي، دیني او عصري زده کړي هم راکړل شوې دي، چې مخکې مونږ نالوستي او اوس په عصري او دیني زده کړو کې بلدتيا لرو .

د یادونې ده، چې دا مهال د پکتیکا په محبس کې ۱۶۰ تنه زندانيان د بيلا بيلو جرمونو په تور نيول شوي دې.

یاد بنديان وايي، د افغانستان د اسلامي امارت په راتلو سره په محکمو کې د بنديانو دوسيې په خپل وخت او په دقيق ډول څيړل کيږي.