د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي؛ دې ادارې د برېښنایې پېژندپاڼو د وېش لړۍ له پیل تر اوسه ۱۵ میلیونه او څهباندې ۱۸ زرو کسانو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشلې دي، چې نهه میلیونه او ۶۷ زره یې نارینه او پینځه میلیونه او ۹۵۲ زره یې ښځینه دي.
د یادې ادارې په وینا؛ په وېشل شویو برېښنایي پېژندپاڼو کې تر ټولو ډېرې، په کابل کې شپږ میلیونه او نږدې ۲۲۵ زره، په هرات کې یو میلیون او څهباندې شپږ زره، ننګرهار کې ۷۶۵ زره او ۲۵۶، بلخ کې څهباندې ۶۷۸ زره او په کندهار کې نږدې ۵۲۶ زره او پاتې پېژندپاڼې په نورو ولایتونو کې وېشل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ټولو وېشل شویو برېښنایې پېژندپاڼو له ډلې یوازې د اسلامي امارت له حاکمیت تر اوسه په ټول هېواد کې نږدې نهه میلیونه برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
اوس مهال د کابل په ګډون په ټول هېواد کې د برېښنایي پېژندپاڼو او اسان خدمت ۷۳ وېش څانګې او یو ګرځنده ټیم او په متحده عربي اماراتو کې د اسان خدمت یو مرکز فعال دي، چې هره ورځ ښځینه او نارینه غوښتونکو ته اړوند خدمتونه وړاندې کوي.