د کور او ښار جوړولو وزیر شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ سره لیدنه کړې.
په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند پروژو برخلیک، د چارو څرنګوالي او د راتلونکو پروژو په تړاو خبرې کړې دي.
د کور او ښار جوړولو وزیر چین سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، د نیله باغ پروژې چارې ښې روانې دي او افغانان ورته خوښ دي.
همدارنګه نوموړي غوښتنه کړې، چې په نیله باغ پروژه کې د جومات، روغتون، ښوونځي او نورو ځایونو د ودانولو لپاره هم تابیا ونیسي.
شیخ حمدالله نعماني ویلي، د یو زر او ۴۰۰ اپارتمانونو تر جوړېدو وروسته اړینه ده، چې پاتې نور اته زره او ۶۰۰ اپارتمانونه هم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي او د کور او ښار جوړولو وزارت به یې د ځمکې د ځانګړې او انتقال لپاره لاس په کار شي.
نوموړي زیاته کړې؛ چین او افغانستان پخوانۍ سیاسي او اقتصادي اړیکې لري، چې دواړه لوري یې پراختیا او پیاوړتیا ته ژمن دي.
ښاغلي نعماني غوښتنه کړې، چې چینایي پانګوال دې وهڅول شي، تر څو د نوي کابل ښار په ساختماني چارو کې پانګونه وکړي.
کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ ويلي، چین چې افغانستان کې د څه ژمنه کړې، سرته رسولو ته یې ژمن دی او د چارو د معیاریتوب او کیفیت برخه کې یې بشپړ ډاډ ورکړی.
نوموړي زیاته کړې؛ د څهباندې ۷۱ میلیونه ډالرو په ارزښت د ټولې پروژې د پاتې اپارتمانونو لپاره به د اوسنۍ روانې پروژې د چارو تر بشپړېدو صبر وکړي او له هغې وروسته به یې د رسمي چینلونو له لارې و څاري.
ژاو شینګ ویلي؛ ځینې کړۍ شته چې نه غواړي د چین او افغانستان سیاسي او دیپلوماتیکې اړیکې پراختیا او دوام پیدا کړي او هڅه کوي چې خنډونه رامنځته کړي، چې په وینا یې چین دې برخې ته پاملرنه کړې او له افغان لوري هم ورته تمه لري.
همدارنګه نوموړي په نوي کابل ښار کې د پانګونې په اړه یادونه کړې، چې د پانګونې شرایط، اسانتیاوې او نورې برخې دې روښانه شي، ترڅو چینایي پانګوالو ته بشپړ معلومات ترلاسه او بیا د پانګونې لپاره زړه ښه کړي.
دغهراز دواړو لوریو په راتلونکو کې د اړیکو د دوام او د لازیاتو همکاریو تمه ښودلې، چې له مخې به یې ودانیزې پروژې بشپړې شي.