د پاکستان په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د اتشه دفتر د راپور له مخې، د اسلامي امارت د سفارت لوړ پوړي پلاوي د اسلام اباد د پولیسو له عمومي رییس سید علي ناصر رضوي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د سیاسي چارو او تشریفاتو مسول، د سفارت مرستیال قونسل او د افغان کډوالو اتشې ګډون درلود.
دواړو خواوو د اسلام اباد او لاهور په ښارونو کې د میشتو افغان کډوالو د اوسني وضعیت په اړه خبرې کړې دي.