ارام سمندر کې د امریکا د هاوايي ایالت د ماوی په ټاپو کې د ځنګلي اور لګیدنې له امله تر اوسه ۸۰ تنه مړه، زرګونه کسان د کورنو پریښودلو ته اړ شوي، سلګونه ودانۍ ویجاړې شوي او لسګونه نور کسان لا تر اوسه بې درکه دي.
د راپورونو پر اساس د تېزو بادونو له امله ودانیو اور اخیستی او د اور لمبې هرې خواته خورې شوي دي.
د یادې اورلګیدنې له امله د امریکا په هاوايي ایالت کې تر ټولو لوی طبیعی ناورین اعلان شوی، د لټون او ژغورنې پراخې هڅې روانې دي او د سیمې څخه ژغورل شوو کسانو ته په ماوي کې پینځه سرپناه ځایونه جوړ شوي دي.
اور وژونکي د چورلکو په مرسته لاهم د اور سختو لمبو کنټرولولو هڅې کوي، خو تېزو بادونو د اور وژنې عملیاتو لپاره د چورلکو کارول سخت کړي دي.
همداراز د اور لمبو او سختو بادونو له امله سیمې ته ورغلې لارې بندې شوي، چې له امله یې د ټرافیکو لویه ګڼه ګوڼه رامنځ ته شوې.
د یاد ټاپو چارواکي وايي، چې تراوسه د اور لګیدنې لامل نه دی روښانه شوی.
د سیمې اوسیدونکي په سیمهییزو چارواکو نیوکې کوي، چې پر وخت یې د اورلګېدنې په اړه خبرتیا نه وه ورکړې.