د نورستان کامدېش ولسوالۍ په ګور دېش سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د ۲۶ کلونو هغه اوږده شخړه حل شوه، چې له دواړو لوريو پکې دوه کسان وژل شوي، د يوې ښځې په ګډون څلور تنه ټپيان شوي او ترمنځ يې ژور اختلافات موجود وو.
د نورستان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مسولينو په مشرۍ، د ځايي قومي مشرانو او ديني عالمانو په منځګړيتوب لومړی له دواړو لوريو اختیار لیکونه واخیستل شول او د حل په موخه يې عادلانه فيصله وړاندې شوه، چې دواړو لوريو له رضايت وروسته يوبل ته د ورورۍ غيږې ورکړې او په همدي توګه يې ياده شخړه حل او فصل شوه.
ښکېلو لورو په تېره دښمنۍ د پښېمانۍ څرګندولو ترڅنګ ژمنه کړې، چې له دې وروسته به د ورورۍ په فضا کې ژوند کوي او يو بل ته به هېڅ ستونزې او خنډونه نه جوړوي.