د زندانونو چارو د سمون ادارې مسولینو ملت ته د دولت حساب ورکولو لړۍ په دوام خپلې یو کلنې کړنې او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.
د زندانونو چارو د سمون ادارې لوی رییس مولوي محمد یوسف مستري ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې ویلي؛ چې تېر کال د زندانونو چارو سمون ادارې ته د عدلي او قضايي ارګانونو له لوري شاوخوا ۳۲ زره زندانیان سپارل شوي وو، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله لخوا د عفوې او تخفیف فرمانونو او د عدلي او قضايي ارګانونو حکمونو له مخې شاوخوا ۱۶ زره تنه ازاد شوي او شاوخوا ۱۶ زره محبوسین، تورن او محجوزین د هېواد په زندانونو کې شتون لري.
نوموړي زیاته کړې؛ چې د افغانستان اسلامي امارت له اته هېوادونو سره هوکړې ته رسېدلی، څو افغان زندانیان بېرته خپل هېواد ته ولېږدوي، چې تر دې مهاله یو زر او او ۲۳۰ زندانیان له ایران او درې تنه نور له کویټ هېواد څخه افغانستان ته انتقال شوي دي.
د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالیسۍ مسلکي چارو مرستیال قاري عبدالله همدرد ویلي؛ تېر کال د پرسونل او زندانیانو لپاره د تفسیر او احادیثو په ګډون دیني پروګرامونه پیل شوي او دا لړۍ دوام لري، چې موخه یې د بندیانو اصلاح او بیا روزنه ده، څو له بند وروسته د سالمو وګړو په توګه ټولنې ته وړاندې شي.
د زندانونو چارو د سمون ادارې مالي او اداري ريیس مولوي عبدالهادي ویلي، چې د بندیانو خوراکي توکو د کمیت او کیفیت د ښه والي تر څنګ، د ادارې د رهبرۍ په هڅو او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان په اساس د بندیانو د خوړو استحقاق له ۸۵ څخه ۱۲۰ افغانیو ته لوړ شوی دی.
د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر ویلي، چې د کوچني او لوي اخترونو په مناست د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د عفوې او تخفیف فرمانونو پایله کې درې زره او ۸۸۱ تنه محبوسین او محجوزین خوشي او د ۹۸۱ تنو د بند په موده کې تخفیف رامنځته شوی دی.
مسولینو د ۱۴۰۲ کال لپاره د دې ادارې له عمده پلانونو څخه؛ مرکز او ولایتونو په زندانونو کې د لږ تر لږه ۴۰ صنعتي شاپونو فعالول او په تولیدي او حرفوي برنامو کې یې د زندانیانو ګومارل او بوختول، په ټولو زندانونو کې د ښوونځیو او دیني مدرسو فعالول او په مرکز او ولایتونو کې د حرفوي زده کړو د پروګرامونو پراخول یاد کړي.