د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني په کابل کې د سعودي عربستان له سفیر فیصل طلق البقمي سره تعارفي ناسته وکړه.
خلیفه سراج الدین حقاني د سعودي عربستان سفیر ته د ښه راغلاست تر څنګ په چارو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه او د دوو هېوادونو ترمنځ یې د ژورو اسلامي او تاریخي اړیکو پر اهمیت خبرې وکړې.
د سعودي عربستان سفیر، افغان حکومت سره د اړیکو د لا پراختیا ژمنه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو اسلامي او کلتوري ارزښتونو پر بنسټ د همکارۍ پر دوام یې ټینګار وکړ.